IQNA

 د معنوي رهبر په کلام کې ځان پيژندنه

18:29 - April 22, 2022
د خبر لمبر: 3485720
تهران (ایکنا)-تر ټولو لو پيژندګلوي ،پخپل ځانه د انسان پوهیدا ده . دا دامام علی علیه السلام کلام دی چې په قرآن کریم کې ریښه لري  او د اسلام د تربیّتي لارې د انځور په اساس دی .داسې لاره چې دهغه بزرګوار په وینا،درست پيغمبران ددغې لارې په کچ کونې پسې وو .

ایکناخبري آژانس راپور راکوي، د روژې دمبارکې میاشتې یویشتمه نیټه د حضرت امام علی علیه السلام د شهادت ورځ د ه . امام بزرګوار له شهادته دوه ورځ مخکې په کوفې د جومات په محراب کې د سجدې په حالت کې د یوه  داسې منحرف شوي کس په تورې سره زخمي شوی چې په تفکیری تفکره سره ، هغه څه ته ورته چې نن سبا ورته داعش وائي.

البته باید ووایو چې امام علی څوک ؤ .

حضرت  امام علی علیه السلام  هغه لومړنی کس ؤ چې پر پیغمبر اکرم ئې ایمان راوړهمداراز یو هغه کس ؤ چې وحي ئې مکتوب کوله .

داسې ډيرې تاریخي ځانګړنې شته دي چې ‍ هغه بزرګوار د پیغمبر اکرم یو خاص نزدې ملګری ثابتوي  چې د د ؛مبیت شپه ؛ له هغو یوه واقعه ده .

البته هغه بزرګوار پرې دغې تاریخي جبنې سربیره پخپل چلند او ګفتار سره له معنوي رهبره په یوې بې مخینې بیلګې بدل شو اوپه حکومت کې ئې داسې چلند کاوه ، چې د عدالت په یوې تل پاتې بیلګې بدل شو .

نهج البلاغه یو حیرانونکی کتاب دی چې  ددغه ریني رهبر  له معنوي بیاناتو څخه ښکلي اړخونه  نندارې ته وړاندي کوي . په هغو کې یو مفهوم ، داسې ځآن پيژندنه ده چې د حضرت امام علی علیه السلام په کلام کې ددینی تربیّت او روزنې اساس پيژندل کیږي.

امام په یوځاي کې فرمائي ؛د ځوان زړه د یوې هغې تیارې او نرمې مځکې په شان دی چې هره دانه تخم چې پکې وکرل شي ،مني ئې .

له بل پلوه امام بزرګوار لومړنی روزونکی  ګام ،ځان ته بلنه  ګڼي . په دې معنا چې  انسان وهڅول شي ،چې خپل انساني ارزښت وپيژني او ددغه ارزښت په اساس خپل شخصیّت په خودجوشته بڼه جوړ کړي . ؛ تر ټولو لوړه پيژندګلوي ، له خپل ځانه (د ظرفیّت او ارزښت له پلوه )یو پوه انسان  دی .

خو دغه ځان پيژندګلوي ، له انسان سره څه مرسته کوی .؟د ځان پيژندنې رول  داسې دی چې انسان د خداي پيژندنې  او انسان له نورو سره د رابطې د پيژندګلوۍ حقیقت ته هدایت کوي ،هرڅوک چې خپل ارزښت ونه پيژندي . ::::

نهج البلاغه د حضرت امام علی علیه السلام د خطبو ،لیکونو  او قولونه یو غوره کتاب دی چې سید رضي  غونډ کړی دی . دغه کتاب په درو برخو کې ،یع‍‍ني د خطبو ،لیکونو او قولونو په  برخو کې برابر شوی دی .

captcha